Sep 23, 2022 15:42 Asia/Kabul
  • په کابل کښې بم چاودنې یوشمیر کسان مړه او ژوبل کړي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د وزیر محمد اکبر خان جومات مخ ته په یوه ګاډي کښې بم چاودنه شوي ده.

عیني کتونکو وویل نن د کابل د وزیر اکبر خان جومات مخ ته په یوه ګاډي کښې بم چاودنه شوي چې یوشمیر کسان پکښې مړه او ژوبل شوي.

ویل کیږي چاودنه هغه وخت شوي ده کله چې خلک له لمونځ ترسره کولو وروسته له جومات څخه روان وو.

الجزیرې ټیلي ويژن هم د یوې طبي سرچینې په قول وویل د کابل د وزیر محمد اکبرخان  جومات  مخ ته په بم چاودنه کښې تراوسه درې کسان وژل شوي او اتویشت نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو ځواکونو دغه جومات ته ټولې تلونکي کوڅې او لارې بندې کړي دي.

پرون هم د کابل په خیرخانه سیمه کښې بم چاودنه شوي وه چې د  مرګ ژوبلو په هکله یې کوم راپور خپور نشو.

په تیرې چهارشنبې ورځ هم د کابل په لویدیځ کښې  بم چاودنې درې کسان وژلي او دولس نور ژوبل کړي وو.

د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې ترهګرې بم چاودنې د دې ښودنه کوي چې د طالبانو د موقته حکومت د ادعا په اپوټه دغه حکومت نه دی توانیدلی چې په کابل او نورو ښارونو کښې ضروري امنیت تینګ کړي.

 

ټیګونه