-
سوداګریز او سیاسي مسایل دې سره بېل شي
Mar 27, 2024 11:54د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په کابل کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره په ګډه ناسته کې د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په اړه خبرې کړې دي.
-
داعش ډلې د کندهار بم چاودنه کړي ده
Mar 22, 2024 04:12زمونږ خبریال راپور راکړی داعش ټروریسټي ډلې د افغانستان د کندهار د پروني ځانمرګي برید مسولیت ومانه.
-
د ښځو او نجونو پر خلاف دې د طالبانو محدودیتونه ختم کړل شي
Mar 08, 2024 12:48د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي (يوناما) رئيسې رزا اوتنبايوا د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف محدوديتونه دې پایته ورسوي او که داسې ونه کړي لا زیات فقر او انزوا ته د افغانستان د تګ خطر زيات دی.
-
په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار بندیز باید لرې شي
Feb 20, 2024 08:17د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترش په اېکس پاڼه کې لیکلي، افغان ښځې او نجونې باید وشي کړای چې د ژوند په ټولو برخو کې په ټولګیو کې له څوکیو نیولې، تر هغو میزونو پورې چې پرېکړې پکې کېږي په بشپړه او معنا لرونکې توګه برخه واخلي.
-
په کابل کې د ځمکې لاندې د یوه مارکېټ جوړولو چارې پيل شوې
Feb 03, 2024 04:58کابل ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې اړوند له سپاهي ګمنام څلور لارې څخه تر پل خشتي پورې د ځمکې لاندې د یوه مارکیټ جوړولو چارې پيل کړې.
-
باید په سیمه کې له هېڅ ډول اخلال او بې ثباتۍ سره همکاري ونشي
Jan 30, 2024 04:55د افغانستان د سيمه ايزې همکارۍ ابتکار غونډه چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب پرون په کابل کې جوړه شوې وه، پکې د ۱۱ هېوادونو د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، هندوستان او اندونیزیا ځانګړو استازو او سفيرانو ګډون کړی وو.
-
ټي ټي پي په افغانستان کې نشته
Jan 26, 2024 05:49طالبانو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز عاصم منير تر ګواښونکو خبرو وروسته د دې ډلې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته او داعش هم په دې هېواد کې ځپل شوی دی.
-
په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه کم شوی
Jan 19, 2024 04:40د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکي وایي، چې افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له جدي اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی.
-
مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې د پاکستان مخالفو ډلو له رهبرانو سره ليدلي
Jan 14, 2024 04:58پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون ليکلي چې داسې راپورونه شته چې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د سفر پر مهال د «تحریک طالبان پاکستان» له مشر نور ولي محسود او د «تحریک جهاد پاکستان» په نوم له ټي ټي پي د بېلي شوې ډلې له مشر حافظ ګل بهادر سره ليدلي دي.
-
جبري اقدامات سپکوونکي او خطرناک دي
Jan 12, 2024 05:50د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي (يوناما) رئیسې د طالبانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د ځوانو ښځو او نجونو نيولو ته په غبرګون کې ويلي چې «دا نيونې لویه بدنامي لري او ښځې له زيات خطر سره مخ کوي».