ایران افغانستان ته د شیانو د صادرونکو هیوادونو په سر کښې دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د تجارت وزارت ویاند «عبدالسلام جواد» د ایران د اسلامي جمهوریت افغانستان ته د شیانو تر ټولو ستر صادرونکی اعلان کړ.
هغه وویل په تیر میلادي کال کښې له ترتیب سره سم ایران، متحده عربي امارات، پاکستان ، چین او ترکمنستان افغانستان ته د شیانو تر ټولو ستر صادرونکي وو.
عبدالسلام جواد دغه راز په تیر میلادي کال کښې د افغانستان د شیانو د صادراتو اندازه یو میلیارډه او اته سوه میلیونه ډالره او د دغه هیواد د شیانو د واردولو اندازه لس میلیارډه او شپږ سوه نولس میلیونه ډالره اعلان کړه او زیاته یې کړه په تیرو کلونو کښې د افغانستان د صادراتو اندازه له اته سوه پنځوس میلیونو ډالرو څخه زیاته نه وه شوي خو اوس دغه اندازه دوو میلیارډو ډالرو ته رسیدلي ده.
د افغانستان د تجارت وزارت ویاند وویل په تیر میلادي کال کښې د هیواد د صادراتو اندازه د دوه زره درویشتم میلادي کال په نسبت څلور فیصده کمه شوي ده او افغانستان ته د شیانو واردات اته دیرش فیصده زیات شوي دي.