په ایران کې د نیمګړو اسنادو لرونکو کډوالو ماشومانو وضعیت معلوم شو
ایران اعلان کړی چې د نیمګړو اسنادو لرونکي کډوال ماشومان به له زدهکړو څخه پاتې نه شي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز رئیس نادر یاراحمدي ویلي دي، هغه کډوال ماشومان چې مور او پلار یې معتبره اقامه ولري، حتا که د ماشوم د اقامې اسناد نیمګړي هم وي، کولای شي په ښوونځیو کې نوملیکنه وکړي او اسناد یې د ښوونیز کال په ترڅ کې بشپړ شي.
هغه وویل، یوازې د پاسپورټ لرل په ایران کې د اقامې اجازه نه ګڼل کېږي او د قانوني اقامې د اجازې ترلاسه کول اړین دي.
یاراحمدي همدارنګه هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د کفالت دفترونو ته د مراجعه کولو لپاره ۱۵ ورځې مهلت ټاکل شوی دی او زیاته یې کړه چې د دغه مرکز په لارښوونو کې داسې کوم مهلت نه دی ټاکل شوی.
هغه د بهرنیو اتباعو د زدهکړې د اجازې یا د زدهکوونکو د معرفيلیک د صادرولو لګښت ۱۷۱ زره تومان اعلان کړ.