د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو پرون پنجشنبه له یوشمېر خصوصي شرکتونو سره د څلورو سترو کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه لاسلیک کړل.
د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت، پرون په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه عوضوف سره وکتل.
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر ووئيل، صهیونیسټي دښمن دغزې په جنګ کې د خپلې یوې سپیرې موخې په پوره کولو کې هم بریالی شوی نه دی .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد وضعیت څاري.
د پاکستان د جمعیت علمای پاکستان مشر ویلي چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده په بلنه افغانستان ته سفر کوي او ښايي د ټيټيپي موضوع یې د دغه سفر د اجنډا برخه وي.
د کابل په لوېدیځ کې پرون ماښام د شپې شاوخوا ۶:۲۰ دقیقې د چاودنې له رامنځته کېدو وروسته، د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
امنيت شورا ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي آنتونيو ګوترش په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) د دې دورې پر مهال د ۶۵ تنو وژل کېدل او د ۱۲۵ نورو ژوبلېدل ثبت کړي دي.
سیمې ته امنیتي پلټونکي ټیمونه رسیدلي او ټپیان کسان روغتونونو ته رسول شوي دي او امنیتی مامورانو هم پلټنې پیل کړي دي.
د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ د غونډې په څنډې کې په خبري کنفرانس کې ووئیل، د ایران اسلامی جمهوریت ایټمی پروګرام سوله ایز دی او هیڅکله هم په ایټمي وسلو پسې نه دی.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير ټولو اړونده ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې د محرم الحرام په شپو ورځو کې دې له اهل تشيع وروڼو سره د امنيت او ښې همغږۍ په رامینځته کولو کې هڅې وکړي.