Jan 07, 2024 05:26 Asia/Kabul
  • موږ له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره وضعیت څارو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد وضعیت څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې د افغانستان له واکمنو چارواکو غوښتي چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پر خپلو ژمنو ودرېږي.

متیو میلر په افغانستان کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د امریکا له خوا د نږدې څارنې نښه ګڼلې او ټینګار یې کړی چې که کوم خطر موجود وي، په افغانستان کې به دغه ډلې په نښه کړي.

ښاغلي میلر زیاته کړې چې واشنګټن به په هر حالت کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام کولو ته چمتو وي.

د طالبانو ویاند بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله فعاله نه ده او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه د هېواد د امنیت پر ضد عملیات وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه ښودلې وه او دغه هېواد یې د نړۍ امنیت ته ګواښ بللی وو.

ټیګونه