په افغانستان کې به د محرم په شپو ورځو کې بشپړ امنیت ټينګ وي
Jul 20, 2023 15:55 Asia/Kabul
د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير ټولو اړونده ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې د محرم الحرام په شپو ورځو کې دې له اهل تشيع وروڼو سره د امنيت او ښې همغږۍ په رامینځته کولو کې هڅې وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د محرم الحرام ورځو د امنیت د تأمین په موخه د جوړې شوې ځانګړې کمېټې په ناسته کې وکړې.
دغې ځانګړې کمېټې چې بېلابېلې ادارې او وزارتونه یې غړیتوب لري، د محرم الحرام په ورځو کې د ډاډمنې امنیتي فضا په رامنځته کېدو خبرې وکړې.
په دې ناسته کې له اهل تشیع ورونو سره د ښې همغږۍ او د هغوی د مراسمو په ښه ترسره کېدو بحث وشو.
په دې اړه له کابله زمونږ دخبریال رالیږلی راپور په ګډه سره آورو .