Sep 24, 2023 13:57 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران هیڅکله هم په ایټمي وسلو پسې نه دی

د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ د غونډې په څنډې کې په خبري کنفرانس کې  ووئیل، د ایران اسلامی جمهوریت  ایټمی پروګرام سوله ایز دی او هیڅکله هم په ایټمي وسلو پسې نه دی.

د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس په زیاتره راپورونو کې په کرتو  د ایران دایټمي پروګرام پر سوله ایز والي ټينګار شوی دی

د ایران اسلامی جمهوریت  تل اعلان کړی دی چې د این پي تي تړون  دیوه لاسلیک کونکي غړي هیواد په توګه  دسوله ایزو موخو لپاره  له ایټمي ټيکنالوجۍ څخه د استفادې حق لري .

ایرنا خبري آژانس راپور ورکړ، دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف په دغه خبرې ناستې کې  دایټم بم  حرام شونې په باب د ایران د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی  سید علی خامنه اي  فتوا ته په اشارې سره  ووئیل، ایران په کرتو ټینګار کړی دی، چې  دغه شان کوم پروګرام نه لري.

 هغه زیاته کړې ده ،حتی دایران  د اسلامی انقلاب  رهبر ددې موضوع په باب یوه فتوا هم صادره کړې ده .په همدې دلیل ده چې مونږ باؤري  یو ولکه څنګه چې دوي  به ایټم بم ونه لري، د ایران ګاونډیان  به هم دغې لارې ته  د واریدیدا لپاره وسوسه نشي. دروسیې خارجه وزیر  ټينګار وکړ، هیڅوک نه غواړي  په دنیا کې لازیات ایټمي هیوادونه ظاهر شي.

 

ټیګونه