کابل کې د ښار جوړولو وزارت دروازه کې چاودنه شوې
زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، کابل کې د ښار جوړولو وزارت د ننه ځانمرګی بریدګر په نښه شوی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا برید تایید کړی او وايي چې د پنجشنبې په ګهیځ یو ځانمرګی بریدګر د کور او ښار جوړولو وزارت ته نژدې د امنیتي ځواکونو له خوا له پېژندل کېدا وروسته په نښه شوی او ویشتل شوی دی.
نوموړی وايي، بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې ویشتل شوی او چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
"ځانمرګي بریدګر غوښتل وزارت ته ننوځي، خو د مجاهدینو (امنیتي ځواکونو) له خوا وویشتل شو او بیا د چاودنې په پایله کې یو بل کس چې ور نژدې و، ووژل شو او درې تنه ټپیان شول".
دا پېښه د کابل نهمې امنیتي حوزې اړونده مکروریانو سیمه کې- چېرې چې د ښار جوړولو وزارت دی، شوې ده.
ځینو رسنیو ویلي، ځانمرګي بریدګر د طالبانو له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان هم رسنیو ته دا چاودنه تایید کړې او وايي چې بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې ویشتل شوی او وژل شوی دی.
نوموړي په دې چاودنه کې د یوه تن د وژل کېدو او د درېیو نورود ټپي کېدو خبره کړې ده. ښاغلی افغان وايي، پېښه کې نور کوم زیان نه دی اوښتی.
لا تر اوسه ددې برید مسؤلیت چا نه دی منلی.
وړمه ورځ (فبروري ۱۱/سلواغه ۲۳مه) داعش ترهګرې ډلې د افغانستان په شمالي کندوز ښار کې د کابل بانک څانګې ته څېرمه ځانمرګی برید وکړ چې لږ تر لږه اته تنه یې ووژل او اوه نور یې ټپیان کړل.
د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د پېښې په قربانیانو کې د طالبانو غړي، د بانک امنیتي کسان او عام خلک شامل دي.
دغه راز د ملګرو ملتونو امنیت شورا او پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې ګنې افغانستان کې "لسګونه ترهګریزې ډلې" فعالې دي، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ادعاوې 'بېبنسټه' بللې دي.