Oct 02, 2022 12:09 Asia/Kabul
  • د حزب وحدت ګوند مشر د طالبانو جنایتونه وغندل

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په کابل کښې ترهګرې حملې او د کاج د زده کړې د مرکز د لسګونو محصیلینو وژل کیدا ته غبرګون ښودلی دی.

محمد محقق د کابل د کاج د زدکړې په مرکز کښې ترهګرې بم چاودنې ته په غبرګون کښې وویل له تیرو څو کلونو راهسې طالبانو ډله په هزاره قوم غړیو باندې بریدونه کوي او هزاره قوم له یوې نسل وژنۍ سره مخامخ دی.

محمد محقق طالبان لیوه ته ورته وبلل چې د رمې ساتونکي کیږي او هر کله چې وغواړي نو حمله کوي او وژل کوي.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر  محمد محقق زیاته کړه هغه پیښه چې په افغانستان کښې د طالبانو پرضد ترسره کیږي نو دغه ډله له هزار قوم څخه انتقام اخلي له خپلې ملګري ډلې داعش سره یو ځاې دا ډول جنایتونه کوي.

محمد محقق ټینګار وکړ د افغانستان هزاره قوم غړي مجبوره دي چې د طالبانو پرضد په مقاومت لاس پورې کړي.

 

ټیګونه