طالبانو د میدان وردک سیمې خلک شکنجه کړي
شفقنا خبري اژانس وايي طالبانو په میدان وردک ولایت کښې د خلکو کورونه سوځولي او کورنۍ یې غرونو ته پناه وړلو ته مجبوره کړي دي.
د افغانستان په میدان وردک ولایت کښې په بهسودو ولسوالۍ کښې خبرو سرچینو پرون په دغه ولسوالۍ باندې د طالبانو ځواکونو د بریدونو او په تیرو دریو ورځو کښې د خلکو د ځورولو او ازارولو خبر ورکړ.
کابو دریو بیلابیلو خبرو سرچینو په بهسودو ولسوالۍ باندې د طالبانو بریدونه تائید کړي دي.
یوې خبرې سرچینې چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شي وویل طالبانو درې کورونه سوځولي او له کبله یې شل کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوي دي.
دغو سرچینو وویل د طالبانو ځواکونو د ملکي وګړو کورونه د وسلو د موندلو په هدف سره کیندلي او تلاشۍ یې اخیستي دي.
دغو سرچینو زیاته کړه طالبانو د سیمې وسیدونکي خلک شکنجه کړي دي او په ملکي وګړو باندې یې ډزې کړي دي او روغتونو ته د ژوبلو کسانو د وړلو مخه یې نیولي ده.
ویل کیږي چې طالبانو وړمه شپه د میدان وردک په بهسودو ولسوالۍ کښې د خلکو په کورونو د راکټونو بریدونه کړي دي او خلک یې ویرولي دي او د بریدونو له کبله ګڼ شمیر خلک غرونو ته تښتیدلي دي چې د هوا د سړیدا له کبله له مشکلاتو سره مخامخ دي.