د خواف-هرات پټلۍ دریمه برخه به ډیره زر بشپړه شي
افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د ریلوی ادارې په نزدې راتلونکي کښې د خواف-هرات ریل لارې د دریمې برخې د بشپړیدو خبر ورکړ
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ریلوی ادارې په یو ټویټ کښې ویلي چې په راتلونکو څو ورځو کښې د خواف-هرات د ریل لارې د جوړولو د عملیاتو په پاې ته رسیدو سره به له دغې پټلۍ ګټه پورته کول پيل شي.
افغان سوداګر وايي چې له دغې ریل لارې څخه ټرانزټ به د حمل و نقل لګښتونه تر ۳۰ فیصدو کم کړي. د دغې پټلۍ د جوړولو کار ۱۴ کاله مخکښې پیل شوی و.
دوه کاله مخکښې د ایران او افغانستان د تیرو ولسمشرانو د ایران په مجازي شتون سره د ختیځ د خواف او د افغانستان د لویدیځ د هرات ترمینځ د دغې ریل لارې له افتتاح وروسته له دغې پټلۍ څخه یوازې دوه ځلې آزمیښتي اورګاډی تیر شوی دی او تراوسه د شیانو او مسافرو د انتقال رسمي عملیات لا نه دي پيل شوي. دغه ریل لاره چې د ایران په مرسته جوړه شوې ده، په کال کښې د شپږ میلیون ټنه شیانو او د یو میلیون مسافرو د انتقال وړتیا لري.