انګریز پوځیانو په افغانستان کې ۶۵ماشومان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123392-انګریز_پوځیانو_په_افغانستان_کې_۶۵ماشومان_وژلي_دي
خپلواکه سرچینې  و ائي په افغانستان کې په تیره بیا دامریکائي اوانګریز عسکرو په لاس په زرګونو بې ګناه ماشومان او ښځې په بوږنونکي  ډول وژل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 10, 2022 07:59 Asia/Kabul
  • انګریز پوځیانو په افغانستان کې ۶۵ماشومان وژلي دي

خپلواکه سرچینې  و ائي په افغانستان کې په تیره بیا دامریکائي اوانګریز عسکرو په لاس په زرګونو بې ګناه ماشومان او ښځې په بوږنونکي  ډول وژل شوي دي .

  بي‌بي‌سي خبری چینل راپور ورکړی،د انګلستان  د دفاع وزارت په سندونو کې چې څه موده وړاندې خپرۀ شوي،البته ځینې برخې یې پټې ساتل شوې دي ،یوازې د ۱۶ ماشومانو خپلوانو ته ئې د تاوان د ورکولو خبره کړې وه.

خو د سرچینې د څرګندونو له مخې، د وسله وال تاوتریخوالي په تړاو اقدام په نوم خیریه ادارې د نورو معلوماتو له غوښتنې وروسته ‌اوس ویل کېږي چې دا شمېر لږ تر لږه ۶۴ دی او د پېښو په تړاو ټولو ثبت شوو راپورونو کې د وژل شوو ماشومانو عمرونه  نه وو لیکل شوي. د راپور له مخې،دا شمېره د وسله‌والو تاوتریخوالو د احصایو د خپرولو لپاره یوې خیریه مؤسسې (چریټي ایکشن) له څو غوښتنو وروسته ترلاسه شوې ده. البته ددغې  موسیسې په راپور کې دا هم وئيل شوي دي ممکنه ده د افغانستان په جنګ کې د  انګریز عسکرو په لاس د وژل شوو ماشومانو شمیر له یوسل پنځه دیرشو هم زیات وي.

 د انګلستان د حکومتی چینل(بی بی سی) د څیړنو په اساس د انګلستان د پوځ ځانګړي ځواک (ایس اې ایس) دافغانستان دجنګ او نیواک په وخت کې په کرتو بندیان او عام بې وسلې  افغانان وژلي دي اوپه دغه هیواد کې ئې جنګی جنایت کړی دی.خو خپلواکه سرچینې وائي په افغانستان کې په تیره بیا دامریکائي اوانګریزعسکرو په لاس په زرګونو بې ګناه ماشومان او ښځې په بوږنونکي  ډول وژل شوي دي .