داعش ترهګرې ډلې کابل کې د پروني خونړي بريد مسؤليت ومانه
په کابل کې د بهرنیو چارو د وزارت او د اقتصادي وزارت مخي ته د پرونیو بریدونو مسئولیت د داعش ترهګره ډله په غاړه واخیسته.
د رسنیو له راپورونو سره سم، په یادو چاودنو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او له ۴۰ کسانو زیات ژوبل شوي هم دي.
ایمرجنسي روغتون چې د برید ځای ته نژدې فعالیت کوي، ویلي چې له ۴۰ زیات ټپیان ور وړل شوي دي.
خو د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې، پنځه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د فرانسپرس خبري اژانس ویلي چې، د چاودنې پر مهال یې د خبریالانو یو ټیم په څنګلوري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ننه د مرکې په حال کې و.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر مهاجر فراهي فرانسپرس ته ویلي چې ټاکل شوې وه چې د چین یو پلاوی د بهرنیو چارو له وزات څخه کتنه ترسره کړي خو دوی نه پوهیږي چې ایا دوی به د چادونې پر مهال په سیمه کې وو او کنه؟ خو د طالبانو د رئیس الوزرا د دفتر یوه جګپوړي چارواکي احمدالله متقي ویلي، چې د چاودنې پر مهال بهرنیان په بهرنیو چارو وزارت کې نه وو.
تېرو میاشتو کې د داعش ترهګرې ډلې په کابل کې د چینایانو په هوټل، د پآکستان او روسیې په سفارتونو هم بریدونه کړي وه.