په افغانستان کې چینایي شرکتونه د کانونو په برخه کې پانګونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126122-په_افغانستان_کې_چینایي_شرکتونه_د_کانونو_په_برخه_کې_پانګونه_کوي
زمونږ خبریال وايي دا ځل دوه چینایي شرکتونه په غزني ولایت کې د کانونو په برخه کې پانګونه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2023 10:58 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې چینایي شرکتونه د کانونو په برخه کې پانګونه کوي

زمونږ خبریال وايي دا ځل دوه چینایي شرکتونه په غزني ولایت کې د کانونو په برخه کې پانګونه کوي.

د غزني د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکو خبر ورکړی  چې دوه چینایي شرکتونه د دې ولایت د (مقر) ولسوالۍ په (رزکشان) او (ناهور )ولسوالۍ کې د لیتیم کانونو نمونې له ځان سره وړې چې په دې دوو کانونو کې پانګونه وکړي.

د غزني ولایت د کانونو او پټرولیم د ریاست مشر مولوي حضرت یوسف صهیب په خبره چې یاد دوه کانونه په میلیونونو امریکایي ډالرو پانګونې ته ضرورت لري او د یادو دوو کانونو استخراج کولای شي، چې د افغانستان اقتصادي مشکلاتو ته تر ډیره مرسته وکړي.

د نوموړي په خبره اوس هم د غزني په (۲۵) کانونو کې د استخراج چارې روانې دي چې په روان کال کې (۱۸)نور نوي کانونه هم په دې ولایت کې کشف شوي دي.

نوموړی زياتوي چې یاد کشف شوي کانونه د (مرمر او رخام ډبرو، سلفر، ډبرو سکرو ) او نورو قېمت بیو توکو کانونه دي چې راتلونکي کال کې به دوی د استخراج چارې پیل شي.