په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پیل شوی دی
د ماشومانو د ګوزڼ واکسین نوی پړاو تېره ورځ دوشنبه د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې پیل شو.
افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې پکې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي تراوسه له منځه تللي نه ده. د افغانستان د روغتیا وزارت موخه، د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د ټولو ماشومانو واکسین ده.
د افغان غږ خبري آژانس د راپور له مخې، د ماشومانو د ګوزڼ واکسین په دې پړاو کې، نږدې ۲۷۷ زره له ۵ کلونو کم عمره افغان ماشومان د افغانستان په ۱۳ سویلي او ختیځو ولایتونو کې واکسین ترلاسه کوي.
د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت مرستیال سید احمد شاداب پرون دوشنبه په کندهار ولایت کې د ماشومانو واکسین د پیل په مراسمو کې وویل: هڅه کوو چې د دغه ولایت ۲۷ زره ماشومان واکسین کړو.
هغه ګوزڼ يوه خطرناکه ناروغي وبلله چې ماشومان د سالم ژوند له نعمت څخه بې برخې کوي. هغه د واکسیناسیون بهیر د تطبیق په برخه کې د نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال سازمان د هڅو ستاینه وکړه.
یونیسف په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې تېر کال په افغانستان کې د ګوزڼ یوازې دوه پېښې ثبت شوې او د دې لاسته راوړنې د ساتلو لپاره هڅې روانې دي.