د افغانستان سوداګریزو بانکونو ته د نويو بانکنوټونو ويشلو لړی پيل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126882-د_افغانستان_سوداګریزو_بانکونو_ته_د_نويو_بانکنوټونو_ويشلو_لړی_پيل_شوه
د افغانستان بانک يوه دنده د پولي سياستونو طرح او د بانکنوټونو چاپول او نشرول دي , او تر څنګ يې بازار ته د نوي بانکنوټونو وړاندي کول او په مقابل کي له بازارونو څخه د زاړه بانکنوټونو راټولول دي.
(last modified 2023-01-26T07:31:09+00:00 )
Jan 26, 2023 11:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان سوداګریزو بانکونو ته د نويو بانکنوټونو ويشلو لړی پيل شوه

د افغانستان بانک يوه دنده د پولي سياستونو طرح او د بانکنوټونو چاپول او نشرول دي , او تر څنګ يې بازار ته د نوي بانکنوټونو وړاندي کول او په مقابل کي له بازارونو څخه د زاړه بانکنوټونو راټولول دي.

د افغانستان بانک په يوه خبر پاڼي کي راغلي ,چي د یاد بانک د مرکزي بانک په توګه, تل يي دا کوښښ کړی چي  افغانانو ته خه خدمات وړاندي کړي.

د افغانستان بانک يوه دنده د پولي سياستونو طرح او د بانکنوټونو چاپول او نشرول دي , او تر څنګ يې  بازار ته د نوي بانکنوټونو وړاندي کول  او په مقابل کي له بازارونو څخه د زاړه بانکنوټونو راټولول دي.

په خبر پاڼي کي راغلي چي خلکو په بازارونو کي د زړو بانکنوټونو له زياتيدو څخه شکايت درلود نو د افغانستان بانک د امکاناتو په پام کي نيولو سره سوداګريزو بانکونو ته د نويو بانکنوټونو د ويش لړي پيل کړه او له هيوادوالو څخه يي وغوښتل :چي د افغاني بانکنوټونو د ژر زړیدو د مخنيوي په خاطر لازم تدابير په پام کي ونيسي.

د راپور په اساس تر دي مهال (100)ميليونه نوي بانکنوټونه د افغانستان د سوداګريزو بانکونو ته ويشل شوي او په وړاندي يې زاړه بانکنوټونه راټول شوي دي .