د طالبانو حکومت له جاپانه د تحصیلي بورسیو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128124-د_طالبانو_حکومت_له_جاپانه_د_تحصیلي_بورسیو_غوښتنه_وکړه
په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو وزیر د جاپان له سفیر سره په کتنه کښې د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو(سکالرشپونو) په برخه کښې د اسانتیاؤ د زیاتیدو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-02-16T23:37:08+00:00 )
Feb 17, 2023 04:02 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو وزیر د جاپان له سفیر سره په کتنه کښې د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو(سکالرشپونو) په برخه کښې د اسانتیاؤ د زیاتیدو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو وزیر د جاپان له سفیر سره په کتنه کښې د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو(سکالرشپونو) په برخه کښې د اسانتیاؤ د زیاتیدو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر په کابل کښې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاتا سره په کتنه کښې له ټوکیو وغوښتل چې په درملیزو مرستو او انساني مرستو پر وړاندې کولو سربیره، د زده کړې او تحصیلاتو او د تجربه کارو استادانو او تحصیلي بورسونو په برخو کښې هم له افغانستان سره ملګرتیا وکړي.

په دغې کتنې کښې د جاپان سفیر هم د تحصیلي اړیکو په رامینځته کولو او د دواړو هیوادونو ترمینځ دعلمي او تحقیقاتي تجربو په شریکولو باندې ټینګار وکړ.

هغه هم داشان څرګنده کړه چې جاپان د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او له دغه هیواد سره به خپلې انساني مرستې جاري وساتي.