د طالبانومشرد اختلافاتو او قومیت پالنې د ډډې په اړه خبردارې ورکړ
(last modified Sun, 19 Feb 2023 07:41:30 GMT )
Feb 19, 2023 12:11 Asia/Kabul
  • د طالبانومشرد اختلافاتو او قومیت پالنې د ډډې په اړه خبردارې ورکړ

د طالبانو مشر ملا هبت ا...اخندزاده دطالبانو له یو شمېر مسؤلینو او دولتي چارواکو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل، چې له قومي او سمتي تعصب څخه لاس واخلي او کار اهل کار ته پرېږدي.

د طالبانو مشر ملا هبت ا...اخندزاده دطالبانو له یو شمېر مسؤلینو او دولتي چارواکو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل، چې له قومي او سمتي تعصب څخه لاس واخلي او کار اهل کار ته پرېږدي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د طالبانو ویاند ذبیح ا...مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو مشرتابه د بدخشان، نیمروز، هرات، فراه او بادغیس ولایتونو له واليانو او نظامي مسؤلینو سره وکتل.

ذبیح ا...مجاهد ویلي چې د طالبانو مشرتابه چارواکو ته ویلي چې د امکان په صورت کې د خلکو ستونزې حل کړي او د افغانستان ښیګڼې او پرمختګ ته پام وکړي.

ملا هبت ا... اخندزاده د طالبانو له چارواکو هم غوښتي چې خلک دې د اسلامي نظام له اصولو خبر کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو چارواکي باید لومړی ځانونه اصلاح کړي او له شریعت سره سمون ولري.

دطالبانومشر ویلي دي چې دښمن په پوځي ډګر کې ناکام شوی دی خو په تبلیغاتي ډګر کې لاهم هڅه کوي چې خلک په اسلامي نظام بې باوره کړي . ملا هبت ا... اخندزاده ټینګار وکړ چې چارواکي او عام خلک دې د دښمن له  دسیسو او پلانونو خبر وي او د دښمن په تبلیغاتو دې سترګې پټې نه کړي. د طالبانو ویاند په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل چې دغه غونډه چیرته شوې ده.

د طالب مشرانو ترمینځ د اختلافاتو خبرې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له وروستي وینا وروسته زیاتې شوی دی . هغه په یو لړ څرګندونو کې ویلی وو چی خلک له موجوده وضعیته راضي ندي . همداراز څه موده مخکې د طالبانو د کابینې مرستیال عبدالسلام حنفی او عباس ستانکزی هم د انجلیو د ښونځیو په تړل کیدا نیوکې کړي دي .