د فاسدو عناصرو له ورستنیدا د افغانستان د شیعه عالمانو اندیښنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128406-د_فاسدو_عناصرو_له_ورستنیدا_د_افغانستان_د_شیعه_عالمانو_اندیښنه
په دې اساس افغانستان ته د فاسدو عناصرو د ورستنیدا په اړه د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا اندیښنه په افغانستان کې له سولې او ثبات سره د شیعیانو د دلچسپۍ ښودنه کوی ، خو په عین حال کی طالبانو ته خبردارې هم کیدلې شی چی په افغانستان کی د پراخ بنسټه دولت د جوړولو په لړ کې د بهرنیو عناصرو او مخالفانو ترمینځ د هر ډول غږملتیا د بندیز لپاره اقدام وکړی .
(last modified 2023-10-10T13:25:45+00:00 )
Feb 22, 2023 16:30 Asia/Kabul
  • د فاسدو عناصرو له ورستنیدا د افغانستان د شیعه عالمانو اندیښنه

په دې اساس افغانستان ته د فاسدو عناصرو د ورستنیدا په اړه د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا اندیښنه په افغانستان کې له سولې او ثبات سره د شیعیانو د دلچسپۍ ښودنه کوی ، خو په عین حال کی طالبانو ته خبردارې هم کیدلې شی چی په افغانستان کی د پراخ بنسټه دولت د جوړولو په لړ کې د بهرنیو عناصرو او مخالفانو ترمینځ د هر ډول غږملتیا د بندیز لپاره اقدام وکړی .

د افغانستان د عالمانو شورا وویل افغانستان ته د فاسدو عناصرو په ورستنیدا اندیښنه لری .

دا ندیښنه په داسې حال کی مطرح کیږی چی په وروستیو کې له افغانستانه تښتیدلی کسانو چی زیاتره په ترکیې کې راغونډ شوی دي د جرمنی د میونیخ له وروستۍ امنیتی غونډې وغوښتل چی له طالبانو حکومت سره د مقابلې لپاره د هغو له مخالفو ډلو سره ملګرتیا وکړی . دا په داسې حال کی دی چی افغانستان له څلورو لسیزو داخلی مشکلاتو وروسته دوامداره امنیت  او سولې ټینګیدا ته اړتیا لری او د افغانستان خلک هم د داخلی جنګ او کډوال کیدا ظرفیت نلری .

په دې اساس افغانستان ته د فاسدو عناصرو د ورستنیدا په اړه د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا اندیښنه په افغانستان کې له سولې او ثبات سره د شیعیانو د دلچسپۍ ښودنه کوی ، خو په عین حال کی طالبانو ته خبردارې هم کیدلې شی چی په افغانستان کی د پراخ بنسټه دولت د جوړولو په لړ کې د بهرنیو عناصرو او مخالفانو ترمینځ د هر ډول غږملتیا د بندیز لپاره اقدام وکړی .

په افغانستان کې د پوهنتون استاد عبدالطیف نظری په دې باره کی وایی افغانستان له بل هر وخت زیات ملی وحدت ته اړتیا لری او دا وحدت یوازې د قدرت په جوړښت کې د ټولو مذهبی او سیاسی ډلو او قومونو د شتون په بڼه کې رامینځته کیدلې شی . دقیقا هماغه ټکې چی د افغانستان دښمنان کوشش کوی چی دغه وحدت ته ګوزار ورکړی او افغانستان بیا له داخلی مشکلاتو سره مخامخ کړی . له دې امله په ملی ځیرتیا سره په افغانستان کی د نوی غمیزې د رامینځته کیدا مخینوی کیدلې شی .

د افغانستان د بدلونونو تاریخ ته کتنه ښی چی په کابو وروستیو سلو کلونو کې هیڅ نظام چی په سیاسی ، مذهبی او قومی انحصار پالنې ولاړ دی ، دوام ندې موندلې او په نهایت کی په ماتې محکوم شوی دی .

په حقیقت کی ویلی شو چی افغانستان ټول معاصر سیاسی نظامونه تجروبه کړی دی او زیاتره ګوزار یې د قدرت له انحصار پالنې خوړلې دې .

له دی امله د افغانستان خلک تمه لری طالبان د افغانستان سیاسی بدلونونو او همداراز په دغه هیواد کې  د واک له خپل پخوانی پړاوه په درس اخیستلو سره په  خپلې واکوالۍ کې د اساسی بیا کتنې په لړ کې حرکت وکړی او د ټول شموله دولت د جوړولو زمینه برابره کړی چی په دغه کار سره د افغانستان د خلکو دښمنان او مخالفې ډلې څنګته کولې شي ، که نه وی نو طالبان به بیا په هماغه لارې لاړ شي چی دوې لسیزې مخکې ناکامه شو او د پوځی لاس وهنې اجازه یې ورکړه  .

په هر حال داسې ښکاری هماغه ډول چی په وروستیو کی روسیې هم طالبانو ته په قدرت کې د انحصار پالنې او د عمومي خلکو د تمو او حقوقو باندې د سترګې پټولو په اړه خبرداری ورکړ .

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د اندیښنې څرګندول طالبانو ته مناسب خبرداری کیدلې شی او دا چی د افغانستان ټولنه په واکوالۍ جوړښت ته یوه اساسی بدلون ته اړتیا لری تر څو له دې مخکې چی دښمنان لاس په کار شي ، طالبان د ملی غږملتیا په لړ کی ګام پورته کړی .

د افغانستان شیعیانو تل دتاریخ په اوږدو کې د دغه هیواد د امنیت د تثبتیدا په لړ کی کوشش کړی دی او د عالمانو شورا دغه خبرداری او اندیښنې څرګندول باید یوه ساده مسله ونه بلل شی .