مسؤلین وایي، راتلوونکې چهارشنبې په ورځ به ټول افغانستان کې د پاسپورټ د ورکړې بهیر پیل شي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128450-مسؤلین_وایي_راتلوونکې_چهارشنبې_په_ورځ_به_ټول_افغانستان_کې_د_پاسپورټ_د_ورکړې_بهیر_پیل_شي.
د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست مسؤلین وایي، د راتلوونکې چهارشنبې په ورځ به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ یو ځل بیا پیل شي.
(last modified 2023-02-23T11:32:05+00:00 )
Feb 23, 2023 16:00 Asia/Kabul
  • مسؤلین وایي، راتلوونکې چهارشنبې په ورځ به ټول افغانستان کې د پاسپورټ د ورکړې بهیر پیل شي.

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست مسؤلین وایي، د راتلوونکې چهارشنبې په ورځ به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ یو ځل بیا پیل شي.

مسؤلین وایي، راتلوونکې چهارشنبې په ورځ به ټول افغانستان کې د پاسپورټ د ورکړې بهیر پیل شي.

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست مسؤلین وایي، د راتلوونکې چهارشنبې په ورځ به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ یو ځل بیا پیل شي.

شاوخوا اته میاشتې کېږي، چې د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ درېدلې وه او دې چارې خلک له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي وو او په ډېر برخو کې یې فساد ته هم لار هواره کړې وه.

کورنیو چارو وزارت څه موده مخکې ویلي، وو چې ۱۳۰۰ کسان یې په دې برخه کې د فساد په تور نیولي او بندیان کړي دي.

اوس تازه د پاسپورت ریاست مسوولینو په یوه غونډه کې وویل، چې ټولې تخنیکي او امنیتي ستونزې یې حل کړې دي او رتلونکې چهارشنبه یعنې د کب په لسمه به د کابل په ګډون د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې هېواد والو ته د پاسپورت د وېش لړۍ پیل کړي.