په کابل کښې د پاسپورتونو د ویشلو بهیر پیل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128836-په_کابل_کښې_د_پاسپورتونو_د_ویشلو_بهیر_پیل_شوی
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی له میاشتو میاشتو ځنډ وروسته د کابل د ښاریزو لپاره د پاسپورټونو د ویشلو بهیر له سره پیل شو.
(last modified 2023-03-02T00:24:33+00:00 )
Mar 02, 2023 04:51 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د پاسپورتونو د ویشلو بهیر پیل شوی

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی له میاشتو میاشتو ځنډ وروسته د کابل د ښاریزو لپاره د پاسپورټونو د ویشلو بهیر له سره پیل شو.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت د پاسپورټ ادارې ریاست پرون په یوه ټویټر پیغام کښې په کابل کښې د پاسپورټونو د ویشلو د بهیر د له سره پیلیدا خبر ورکړ.

له دې مخکې د پاسپورټ ادارې چارواکو ویلي وو چې د پاسپورټونو د ویشلو بهیر به له پرون څخه پیل شي.

د طالبانو د پاسپورټ ادارې انلاین خدمات حاضردمه له چیلنج سره مخامخ دي او دمګرۍ د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د نوم لیکل او د نوبت ترلاسه کول د اینټرنیټ سایټ له لارې کیږي.

د افغانستان ځینې ښاریز  چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په تکل کښې دي وايي د پاسپورټ ادارې اینټرنیټ پاڼې ته لاسرسی نه کیږی یا په سختۍ سره خلاصیږي.

ځینو  کسانو ویلي دي چې دوې کابو یو کال کیږي چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره یې نومونونه لیکلي دي خو تراوسه ورته پاسپورټونه نه دي ورکړل شوي او د دوې نوبت هم تراسه معلوم نه دی.