مولوي کبیر ښځو ته د نړیوالې ورځې مبارکي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129182-مولوي_کبیر_ښځو_ته_د_نړیوالې_ورځې_مبارکي_ورکړه
د دغه طالب واکمن د ادعا له مخې، د دوی دولت په زوره د کونډوپه نکاح کول ، په بدو کې دښځو ورکول او دوی ته دناکړې ګناه سزا ورکول او دې ته ورته ناروا او پر ښځو کېدونکي ظلمونه په کلکه منع کړي دي.
(last modified 2023-03-09T01:23:25+00:00 )
Mar 09, 2023 05:49 Asia/Kabul
  • مولوي کبیر ښځو ته د نړیوالې ورځې مبارکي ورکړه

د دغه طالب واکمن د ادعا له مخې، د دوی دولت په زوره د کونډوپه نکاح کول ، په بدو کې دښځو ورکول او دوی ته دناکړې ګناه سزا ورکول او دې ته ورته ناروا او پر ښځو کېدونکي ظلمونه په کلکه منع کړي دي.

د طالبانود رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ښځو د نړیوالې ورځې له امله ښځو ته مبارکي ویلې ده.

نوموړي په یوه پيغام کې ادعا کړې، چې د دوی دولت د اسلامي احکامو او ارشاداتو په رڼا کې ښځو ته ځانګړي حقونه او درنښت ورکړی دی.

نوموړي تور پورې کړی، چې پرزول شوي جمهوري نظام په تشو شعارونو او بې ځایه ژمنو ښځې غولول او ابزاري استفاده یې ورڅخه کوله.

د دغه طالب واکمن د ادعا له مخې، د دوی دولت  په زوره د کونډوپه نکاح کول ، په بدو کې دښځو ورکول او دوی ته دناکړې ګناه سزا ورکول او دې ته ورته ناروا او پر ښځو کېدونکي ظلمونه په کلکه منع کړي دي.

د طالبانو منتقدین بیا دوی د ښځو تر ټولو لوی دښمنان بولي او وایي افغان ښځې په وروستیو لسیزو کې د طالبانو هومره سخت دښمنان هیڅکله نه دي لرلي