افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره ناامنه هیواد دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130906-افغانستان_لا_هم_د_خبریالانو_لپاره_ناامنه_هیواد_دی
د بې پولو خبریالانو د راپور له مخې، افغانستان له سوریې او عراق نه وروسته د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکه هیواد بلل شوی دی.
(last modified 2023-04-09T06:35:14+00:00 )
Apr 09, 2023 10:55 Asia/Kabul
  • افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره ناامنه هیواد دی

د بې پولو خبریالانو د راپور له مخې، افغانستان له سوریې او عراق نه وروسته د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکه هیواد بلل شوی دی.

د بې پولو خبریالانو سازمان اعلان وکړ چي په تیرو ۲۰ کلونو کې په ټوله نړۍ کې ۱۶۶۰ خبریالان وژل شوي دي او له سوریې او عراق څخه وروسته افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو ناامنه هیواد بلل کیږي.

د یاد سازمان د راپور سره سم، له افغانستان څخه وروسته، یمن، فلسطین او سومالیا د خطرناکو هیوادونو په لیست کې شامل دی. په تېرو دوو لسیزو کې په عراق کې ۳۰۰ او سوریې کې ۲۸۰ خبریالان وژل شوي دی،

د بې پولو خبریالانو سازمان په داسي حال کې یې افغانستان د خطرناکه هیوادونو په لیکه کې راوستی دی چي په تېرو اوونیو کې په مزار شریف کې د اوا د خبري اژانس په دفتر کې د داعش د ترهګرې ډلې په برید کې دوه خبریالان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ژوبل شوي دي.