سمرقند کښې د افغانستان د ګاونډیانو غونډه پاې ته ورسیده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131198-سمرقند_کښې_د_افغانستان_د_ګاونډیانو_غونډه_پاې_ته_ورسیده
د ایران خارجه وزیر هم د سمرقند په غونډه کښې له ګډون کولو وروسته تهران ته راستون شو
(last modified 2023-04-13T23:34:08+00:00 )
Apr 14, 2023 03:58 Asia/Kabul
  • سمرقند کښې د افغانستان د ګاونډیانو غونډه پاې ته ورسیده

د ایران خارجه وزیر هم د سمرقند په غونډه کښې له ګډون کولو وروسته تهران ته راستون شو

حسین امیر عبداللهیان چې د یو پلاوي په مشرۍ د افغانستان د ګاونډي هیوادونو په څلورمې غونډې کښې د ګډون په موخه سمرقند ته تلی و، بیګا ماښام له دغه ښار نه د تهران په لور راروان شو.

د ایرنا د خبر له مخې، امیر عبداللهیان هم داشان د افغانستان په هکله د ایران، روسیې، چین او پاکستان په دویمې څلوراړخیزې غونډې کښې وینا وکړه.

هغه پرون په دغې غونډې کښې په خپلې وینا کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په مختلفو سیاسي، امینتي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کښې مخکښ پاتې شوی دی او له کړکیچه د تیریدو لپاره یې له افغانانو سره په مرسته کښې ستره ونډه اخیستې او رول یې لوبولی دی.

امیر عبداللهیان زیاته کړه: امریکا او انډیوالان یې په افغانستان کښې د ورانۍ، وژلې او د اوسنیو سختو حالاتو له رامینځته کولو نه علاوه، د دغه هیواد په شمال او جنوب کښې د داعش او نورو ترهګرو او تندلارو ډلو د بشپړ ملاتړ او لارښوونې پړه هم په غاړه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: په افغانستان کښې د څو لسیزو ناامني ښودنه کوي چې په دغه هیواد کښې د ارامښت او ثبات د ټینګیدو یوازنۍ لاره په حکومت کښې د ټولو قومونو او ډلو شتون او ګډون او د ټول شموله حکومت جوړیدل دي.