طالبان د هوا ضد توغندیو د ترلاسه کولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131244-طالبان_د_هوا_ضد_توغندیو_د_ترلاسه_کولو_هڅه_کوي
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړ د طالبانو د موقته حکومت یوه لوړرتبه چارواکي د افغانستان په هوايي حریم باندې د امریکا د وروستیو تیریو په غندلو سره وویل د هیواد د هوايي حریم د ساتلو لپاره په هوا ضد توغندیو د سمبالیدا هڅه کوو.
(last modified 2023-04-15T02:52:16+00:00 )
Apr 15, 2023 07:20 Asia/Kabul
  • طالبان د هوا ضد توغندیو د ترلاسه کولو هڅه کوي

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړ د طالبانو د موقته حکومت یوه لوړرتبه چارواکي د افغانستان په هوايي حریم باندې د امریکا د وروستیو تیریو په غندلو سره وویل د هیواد د هوايي حریم د ساتلو لپاره په هوا ضد توغندیو د سمبالیدا هڅه کوو.

د طالبانو د موقته حکومت د پوځ لوی درستیز« فصیح الدین فطرت» د افغانستان په هوايي حریم کښې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو بیا بیا الوتونو ته په اشارې سره وویل د امریکا د پوځیانو د تیریو د مخنیوی لپاره هڅه کوو له بیلابیلو سرچینو هوا ضد توغندي برابر کړو.

هغه په دې خبرې سره چې د هوا ضد توغندي د هیوادونو ضرورت دی وویل ټول هیوادونه د خپل هوايي حریم او د قلمرو د پیوستون د تضمین لپاره د پرمختللیو وسلو په ترلاسه کولو پسې دي او په همدې دلیل افغانستان هم ټوله هڅه کوي چې دغه وسلې ځان ته برابرې کړي.

د امریکا بې پایلوټه الوتکې بیا بیا د افغانستان د هوايي حریم خلاف ورزیانې کوي او د افغانستان دفاع وزیر وویل د امریکا دغه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته ورځي.