طالبان له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131516-طالبان_له_ټولو_هیوادونو_سره_د_ښو_اړیکو_غوښتونکي_دي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د موقته حکومت د ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کښې د جاپان له سفیر سره په کتنه کښې د متقابل احترام پراساس له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو ټینګولو ته د طالبانو د حکومت په دلچسپۍ ټینګار وکړ.
(last modified 2023-04-18T22:27:22+00:00 )
Apr 19, 2023 00:13 Asia/Kabul
  • طالبان له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د موقته حکومت د ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کښې د جاپان له سفیر سره په کتنه کښې د متقابل احترام پراساس له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو ټینګولو ته د طالبانو د حکومت په دلچسپۍ ټینګار وکړ.

د طالبانو د کابینې د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پرون په کابل کښې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره په کتنې کښې په تیرو وختونو کښې د افغانستان له خلکو او حکومت سره د جاپان په مرستو او ملاتړونو باندې د خوښې په څرګندولو سره وویل د طالبانو حکومت له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو او د خبرو او د تفاهم له لارې د مشکلاتو د حل کولو غوښتونکی دی.

د دوه زره یویشتم میلادي کال د مي د میاشتې په پینځلسمه نیټه افغانستان کښې واک ته د طالبانو له بیا رسیدا راهسې جاپان په هغو هیوادونو کښې شامل دی چې د افغانستان له خلکو سره یې خپلې مرستې نه دي بندې کړي.

په کابل کښې د جاپان سفیر هم د طالبانو د کابینې له لوړرتبه غړي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کښې هیله وکړه چې د افغانستان حکومت د شلو مرسته کونکو هیوادونو تر غونډې پورې چې ټاکل شوي ده په قطر کښې وشي د نړیوالې ټولنې د غوښتنو د اجرا کولو لپاره پرمختګ ولري.

مخکې په کابل کښې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د طالبانو د حکومت له خارجه وزیر سره په کتنه کښې ویلي وو ټوکیو د نظرونو له اختلاف سره سره چې له کابل سره یې لري له طالبانو سره د تعامل پلوي دی.

هغه ویلي وو چې جاپان به له افغانستان سره  بشر دوستانه مرستې  او د پراختیا ملګرتیاوې له سیاسي مسائیلو سره اړونده نکړي.