ننګرهارکې زیاته اندازه چاودیدونکي توکي کشف او ترلاسه شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132322-ننګرهارکې_زیاته_اندازه_چاودیدونکي_توکي_کشف_او_ترلاسه_شول
ننګرهارکې زیاته اندازه چاودیدونکي توکي کشف او ترلاسه شول، امنیتي چارواکي وایي نیول شوي چاودیدونکي توکې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه راوړل شوي وو
(last modified 2023-05-04T02:56:04+00:00 )
May 04, 2023 07:20 Asia/Kabul

ننګرهارکې زیاته اندازه چاودیدونکي توکي کشف او ترلاسه شول، امنیتي چارواکي وایي نیول شوي چاودیدونکي توکې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه راوړل شوي وو

ننګرهارکې زیاته اندازه چاودیدونکي توکي کشف او ترلاسه شول

امنیتي چارواکي وایي نیول شوي چاودیدونکي توکې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه راوړل شوي وو

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی وایي د تورخم ګمرک موظفین په یاد ښارګوټي کې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه د راغلو پر سوداګریزو مالونو بار لاریو د پلټنې پر مهال له یو موټر څخه زیاته اندازه چاودیدونکې توکې او همدارنګه په زیاته اندازه ثانیه سوز پلتې کشف او تر لاسه کړې.

نوموړي زیاته کړه، یاد چاودیدونکي توکې او سانیه سوز پلتې په خورا مهارت د سوادګریزو مالونو په منځ کې ایبښودل شوي وو.

د هغه په وینا د دغو چاودیدونکو توکو په تور یې موټر چلوونکی او یو بل تن نیولی چې تر پوښتنو لاندې دی او قضیه به ژر عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې هم په تورخم ښارګوټي کې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه په زیاته اندازه چاودیدونکي او نورو هغه توکي چې د نا امنی په پېښو کې ترې کار اخیستل کیږي کشف او ترلاسه شوي دي .