په غور ولایت کې یو پخوانی قاضي وژل شوی
د افغانستان غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند سیمو کې تېره شپه ناڅرګندو وسله والو یو پخوانی قاضي مفتي محمد نذیر معنوي په ډزو سره وژلی.
په غور ولایت کې یو پخوانی قاضي وژل شوی
د افغانستان غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند سیمو کې تېره شپه ناڅرګندو وسله والو یو پخوانی قاضي مفتي محمد نذیر معنوي په ډزو سره وژلی.
د یاد قاضي د کورنۍ غړي ګلاب الدین اجتماعي رسنیو ته ویلي چې محمدنذیر معنوي هغه مهال د وسله والو تر برید لاندې راغی چې له جومات څخه د کور پر لورې روان و.
هغه زیاته کړې «کله چې مفتي له جومات راوځي او د کور پر لورې ځي، یو وسلهوال کس چې مخ یې پوښلی راځي او مفتي په ډزو ولي او شهیدوي یې.»
د اجتماعي په وینا، وسلهوال کس د مفتي تر وژنې وروسته له یوه بل موټرسایکل چلوونکي سره له سیمې تښتي.
په ورته مهال د وژل شوي مفتي د کورنۍ غړي ادعا کوي چې دغه پېښه د طالبانو د یوې پوستې په څو مترۍ کې شوې ده.
محمدنذیر معنوي د جمهوریت او له هغې مخکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په قضايي بنسټونو کې دندې ترسره کړې وې.
تراوسه کوم چا یا ډلې د یادې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم د غور محلي مسوولانو په دې اړه څه ویلي دي.