نړیوال دې د افغانستان په قضایی چارو اندیښنې نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132634-نړیوال_دې_د_افغانستان_په_قضایی_چارو_اندیښنې_نه_لري
افغانان پوهیږي، چې  دلته یو داسې عدالت راغلی چې په نتیجه کې  ئې د عمومی امنیت تامینیدا  او یو شفاف قضائي سسټم رامینځة شونه اوا    همداراز ئې د پیاوړتیا لپاره هڅه  ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 10, 2023 00:34 Asia/Kabul
  • نړیوال دې د افغانستان په قضایی چارو اندیښنې نه لري

افغانان پوهیږي، چې  دلته یو داسې عدالت راغلی چې په نتیجه کې  ئې د عمومی امنیت تامینیدا  او یو شفاف قضائي سسټم رامینځة شونه اوا    همداراز ئې د پیاوړتیا لپاره هڅه  ده .

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي په افغانستان کې د شرعي احکامو او قضائي محکمو د فعالیتونو په باب دملګروملتو  وروستۍ اندیښنې بې اساسه او  چټي وبللې.

زمونږخبریال  د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ، دطالبانو ونیددوی ذبیح ا... مجاهد  پخپل یوه ټولنیز پیغام کې په افغانستان کې د ملګروملتو د نمایندګۍ ددفتر  یوناما د راپور په ردولو سره  ووئيل ،واقعیّت دا دی چې  په افغانستان کې قضائي سسټم د تیر نظام په پرتله  په اوڅاره توګه ښه اوپیاوی شوی او عدالت تامین دی  او د خپلو وطنوالو  حقوق د اسلامی احکامو په سیوري کې  سپړل کیږي.

هغه لیکلي دي افغانان پوهیږي، چې  دلته یو داسې عدالت راغلی چې په نتیجه کې  ئې د عمومی امنیت تامینیدا  او یو شفاف قضائي سسټم رامینځة شونه اوا    همداراز ئې د پیاوړتیا لپاره هڅه  ده .

د یوناما دفتر  په همداوروستیو کې په افغانستان کې د بدني سزاګانو اوپانسۍ په باب داندیښنو په ښودلو سره وئيلي  چې په تیرو شپږو میاشتو کې  په افغانستان کې ۲۷۴سړي،۲۰ماشومان او ۵۸میرمنې په متروکو وهل شوي دي .