نړیوال دې د افغانستان په قضایی چارو اندیښنې نه لري
افغانان پوهیږي، چې دلته یو داسې عدالت راغلی چې په نتیجه کې ئې د عمومی امنیت تامینیدا او یو شفاف قضائي سسټم رامینځة شونه اوا همداراز ئې د پیاوړتیا لپاره هڅه ده .
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي په افغانستان کې د شرعي احکامو او قضائي محکمو د فعالیتونو په باب دملګروملتو وروستۍ اندیښنې بې اساسه او چټي وبللې.
زمونږخبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ، دطالبانو ونیددوی ذبیح ا... مجاهد پخپل یوه ټولنیز پیغام کې په افغانستان کې د ملګروملتو د نمایندګۍ ددفتر یوناما د راپور په ردولو سره ووئيل ،واقعیّت دا دی چې په افغانستان کې قضائي سسټم د تیر نظام په پرتله په اوڅاره توګه ښه اوپیاوی شوی او عدالت تامین دی او د خپلو وطنوالو حقوق د اسلامی احکامو په سیوري کې سپړل کیږي.
هغه لیکلي دي افغانان پوهیږي، چې دلته یو داسې عدالت راغلی چې په نتیجه کې ئې د عمومی امنیت تامینیدا او یو شفاف قضائي سسټم رامینځة شونه اوا همداراز ئې د پیاوړتیا لپاره هڅه ده .
د یوناما دفتر په همداوروستیو کې په افغانستان کې د بدني سزاګانو اوپانسۍ په باب داندیښنو په ښودلو سره وئيلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۷۴سړي،۲۰ماشومان او ۵۸میرمنې په متروکو وهل شوي دي .