کاپیسا کې د ۱۱۷ پروژو چارې پیل شوي
May 12, 2023 11:25 Asia/Kabul
د افغانستان په کاپیسا ولایت کې د CHA یا انساني مرستو د همغږۍ مؤسسې له لورې د ۱۱۷ پرمختیایي او معیشتي پروژو چارې پیل شوي.
کاپیسا کې د ۱۱۷ پروژو چارې پیل شوي
د افغانستان په کاپیسا ولایت کې د CHA یا انساني مرستو د همغږۍ مؤسسې له لورې د ۱۱۷ پرمختیایي او معیشتي پروژو چارې پیل شوي.
په کاپیسا ولایت کې د ټولنیزې او معیشتي پروګرام مسؤل مسیح الله هاروني وایي، دغه پروژې یې تېره ورځ د یاد ولایت د کوهستان په لومړۍ او دوهمه حصه سیمو کې پیل کړې چې پرې به نږدې ۱۰۶ نیم میلیونه افغانۍ بودیجه مصرف شي چې لګښت یې د نړیوال بانک له لورې ورکول کیږي.
هغه زیاته کړه، د دغه پروژو د تطبیق پر مهال به ۱۹۶ مسلکي او ۶۰۳۳ تنو عادي کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شي.