افغانستان کې یوه چورلکه لوېدلې
May 21, 2023 09:40 Asia/Kabul
د افغانستان د سمنګانو ولایت چارواکي وایي، د دې ولایت په خْلم ولسوالۍ کې یوه پوځي چورلکه ولیدلې.
افغانستان کې یوه چورلکه لوېدلې
د افغانستان د سمنګانو ولایت چارواکي وایي، د دې ولایت په خْلم ولسوالۍ کې یوه پوځي چورلکه ولیدلې.
په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس امداد الله مهاجر رسنیو ته ویلي چې دغه چورلکه نن پنجشبنه له غرمې مخکې د خْلم ولسوالۍ په صیاد سیمه کې لویدلې.
هغه زیاته کړې، دوه چورلکو چې په یاده سیمه کې یې الوتنه کوله، ترې یوه وغورځیده، خو په رامنځته شوې پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو یوې سرچینې ویلي چې چورلکه د برېښنا ستنې سره تر لګیدو وروسته نسکوره شوې او په کې دوه پیلوټان هم وژل شوي دي.
د دې پېښې په اړه د طالبانو د دفاع وزارت تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.
ټیګونه