د ملګرو ملتونو غونډو کې طالبانو ته د ګډون د ورکړې غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133210-د_ملګرو_ملتونو_غونډو_کې_طالبانو_ته_د_ګډون_د_ورکړې_غوښتنه
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په جوړیدونکو غونډو کې دوی ته د ګډون حق د ورکړې غوښتنه کړې.
(last modified 2023-05-21T21:43:12+00:00 )
May 22, 2023 02:12 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو غونډو کې طالبانو ته د ګډون د ورکړې غوښتنه

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په جوړیدونکو غونډو کې دوی ته د ګډون حق د ورکړې غوښتنه کړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په جوړیدونکو غونډو کې دوی ته د ګډون حق د ورکړې غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې په وروستیو څه کم دوه کلونو کې په افغانستان کې امنیت د پام وړ ښه شوی او د دوی استازو ته باید د ملګرو ملتونو له‌خوا په جوړېدونکو غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت پرون یکشنبې په خپله ټویټرپاڼه کې په څو ټویټونو کې ویلي چې مېرمن اوتونبایووا هم منلې چې په دې وروستیو کې امینت ډېر ښه شوی او له لیرې سیمو مرکزونوته د خلکو تګ راتګ زیات شوی.

نوموړې همدارنګه ژمنه کړې چې د اختلافاتو سره سره به په مختلفو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.