بدخشان کې د کان ښویېدو پېښه کې دوه تنه مړه شوي
May 22, 2023 11:01 Asia/Kabul
د افغانستان بدخشان ولایت کې چارواکي وایي، د کان ښویدنې پېښه کې دوه تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.
بدخشان کې د کان ښویېدو پېښه کې دوه تنه مړه شوي
د افغانستان بدخشان ولایت کې چارواکي وایي، د کان ښویدنې پېښه کې دوه تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.
په یاده ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست حکمت الله محمدي وایي، یاده پېښه تېره ورځ ارغستان ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې چې کان کېندونکې د طلا د پیدا کولو په لټه کې وو چې پرې را وښویده.
ډېری وخت دغه ډول پېښې د غیر معیاري کان کېندنې په پایله کې رامنځته کېږي.
ټیګونه