طالبانو یو ځل بیا د حقابې تړون ته ژمنتیا وښوده
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت یو ځل بیا ويلي چې د ایران د حقابې په اړه د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمنتیا لري.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت یو ځل بیا ويلي چې د ایران د حقابې په اړه د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمنتیا لري.
امیرخان متقي دا خبره د دوشنبه مازدیګر په کابل کې د طالبانو د دویم رهبر ملا اخترمحمد منصور د وژل کېدو د اووم تلین په غونډه کې وکړه.
متقي وايي، د کمال خان بند اوبه نهلري او کجکي بند هم تر سیستان ډېر لرې دی، چې که خوشې شي نو تر هغه ځايه نه رسيږي او ځمکه کې جذبيږي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان دا هم وويل، د ایران د سیستان او بلوچستان پر اوسېدونکو هماغسې زړه سوی لري چې د هلمند، نیمروز او فراه پر اوسېدونکو یې لري.
په افغانستان کې د ايران سفير او ځانګړی استازي حسن کاظمي قمي تازه افغان چارواکو ته د یوې میاشتې ضرب الاجل ټاکلی دی، چې په دې موده کې که چېرې افغان حکومت ایران ته د اوبو موضوع حل نه کړي؛ نو دوی پوهېږي، چې څه وکړي.
قمي دغه راز دا هم ویلي، که حاکم نظام په رېښتیني ډول غواړي افغانستان په راتلونکي کې ثبات، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ولري، نو باید د ایران د اوبو حق ادا کړي.
ښاغلي قمي زیاته کړې که ثابته شي،چې په کجکي او کمال خان بندونو کې اوبه شته؛ خو دوی د ایران حقابه نه ورکوي، طالب چارواکي باید ځواب ویوونکي وي.
نوموړي داهم ویلي که چېرې غواړي افغانستان کې ثبات، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا وي، نو له خپلو ګاونډیانو سره باید رغوونکی تعامل ولري.
ایراني چارواکي ادعا کوي چې د هلمند د معاهدې په اساس باید دوی ته د کال څه باندې اته سوه میلیونه متره مکعبه اوبه ورپرېښودل شي.
دوی وايي، له طالبانو سره یې د ایران د حقابې د ستونزې په اړه خبرې پيل کړي دي.