غور کې سیلابونو له امله ۳ میرمنې او یو ماشوم مړه شوي
May 24, 2023 01:14 Asia/Kabul
د افغانستان غور ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د سیلابونو له امله د یوې کورنۍ درې میرمنې او یو ماشوم مړه شوي دي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
غور کې سیلابونو له امله ۳ میرمنې او یو ماشوم مړه شوي
د افغانستان غور ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د سیلابونو له امله د یوې کورنۍ درې میرمنې او یو ماشوم مړه شوي دي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د یاد ولایت د پسابند ولسوالۍ سرچینې وایي چې راوتلو سیلابونو یې ګڼ شمېر هټۍ ویجاړې کړي او ګڼ شمېر کورونه او هټۍ د سیلابونو له سخت ګواښ سره مخ شوي دي.
دا پداسې حال کې ده، چې د طالبانو تر مدیریت لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې، د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی و.