د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د چین له سفیر سره لیدلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133318-د_طالبانو_د_کورنیو_چارو_وزیر_د_چین_له_سفیر_سره_لیدلي
په افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت  وایي، د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي.
(last modified 2023-05-23T20:51:28+00:00 )
May 24, 2023 01:20 Asia/Kabul
  • د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د چین له سفیر سره لیدلي

په افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت  وایي، د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي.

په افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت  وایي، د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې لېدنه کې د افغانستان په اړه د چین د تګلارې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې  او حقاني په کابل کې د چین سفیر ته ویلي چې په ذهن او عمل کې د شرپالنه، یو ناروغ سیاست دی.

په ورته وخت کې وانګ یو حقاني ته ویلي، چې هېواد یې هېڅکله د فشارونو او بندیزونو ملاتړ نه کوي او د افغانستان پر وړاندې هم د دا ډول سیاستونو ملاتړ نه کوي.

له بلې خوا سراج الدين حقاني د چين له دریځه ستاینه کړې او زیاته کړې  ده چې په نړيوالو اړيکو کې د عدالت شتون، حتمي خبره ده، همدا راز یې ریښتیني باور» فضاء رامینځته کولو لپاره د اخلاقي اصولو په رعایت ټینګار کړی.