د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د چین له سفیر سره لیدلي
په افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي.
په افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې لېدنه کې د افغانستان په اړه د چین د تګلارې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې او حقاني په کابل کې د چین سفیر ته ویلي چې په ذهن او عمل کې د شرپالنه، یو ناروغ سیاست دی.
په ورته وخت کې وانګ یو حقاني ته ویلي، چې هېواد یې هېڅکله د فشارونو او بندیزونو ملاتړ نه کوي او د افغانستان پر وړاندې هم د دا ډول سیاستونو ملاتړ نه کوي.
له بلې خوا سراج الدين حقاني د چين له دریځه ستاینه کړې او زیاته کړې ده چې په نړيوالو اړيکو کې د عدالت شتون، حتمي خبره ده، همدا راز یې ریښتیني باور» فضاء رامینځته کولو لپاره د اخلاقي اصولو په رعایت ټینګار کړی.