طالبان: د ایران د حقه ابې تړون ته ژمن یو
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي د ایران د حقه ابې تړون ته ژمن یو، همدا راز یې د ایران د سیستان او بلوچستان خلکو ته په خطاب کې د دوی درد خپل درد بللی.
طالبان: د ایران د حقه ابې تړون ته ژمن یو
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي د ایران د حقه ابې تړون ته ژمن یو، همدا راز یې د ایران د سیستان او بلوچستان خلکو ته په خطاب کې د دوی درد خپل درد بللی.
نوموړي يوځل بيا د دواړو هيوادونو ترمنځ د شوي توافق له مخې د هلمند په سیند کې د ايران د حقوقو دتامينولو لپاره د طالبانو حکومت په ژمنتيا ټينګار وکړ او ويې ويل د حکومت زړه یې د هلمند او فراه د خلکو په شان د سیستان او بلوچستان پر خلکو هم سوزوي او د دوی درد خپل ګڼي، خو د کمال خان په بند کې اوبه شتون نلري او له کجکي بند څخه تر ایرانه پورې پوله ۶ سوه کیلو متره واټن لري.
هغه زیاته کړه، د ژغورنې د نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له امله درېیم زیانمن هېواد دی او د اقلیم د بدلون تر ټولو ناوړه اغېز د دغه هېواد د اوبو پر سرچینو شوی دی.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست هم ويلي دي چې دى د ايران د اسلامي جمهوريت له مقاماتو څخه غواړي چې د ١٣٥١ کال د تړون له مخې خپلې هيلې څرګندې کړي .
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دا هم ویلي، چې دغه بند څو لسیزې وړاندې جوړ شوی او د سیندونو د اغېزو او د خړوبولو د نشتوالي له امله یې د زېرمه کولو ظرفیت تر نیمايي کم شوی دی.
نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه، چې دغه ستونزې دې له رسنيو لرې او د تفاهم او مخامخ خبرو له لارې هوارې شي.
ښاغلي متقي یو ځل بیا پر افغانستان د اقلیمي اغیزو په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل: هغه مجبوریتونه چې له کنټرول او واک څخه بهر دي چې له شته بشري ظرفیت څخه لوړ دي، یعنې د اقلیم د بدلون له امله رامنځ ته کیږي، باید درک او د حل لاره ورته وموندل شي.
د ښاغلي متقی دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو څو ورځو کې د هلمند پر سیند د ایران د غوښتنې پر سر د ایران د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د چارواکو ترمنځ لفظي کړکېچ زیات شوی دی.