یوې افغانې پیغلې شبانې بسیج د نېشنل جیوګرافیک ټولنې جایزه وګټله
په امریکا کې میشتې یوې افغانې پیغلې شبانې بسیج د افغان ښځو او نجونو د زده کړې په برخه کې، د فعالیتونو له امله، د نېشنل جیوګرافیک ټولنې، د ۲۰۲۳ زېږدیزکال د «کال غوره سپړونکې» جایزه وګټله.
په امریکا کې میشتې یوې افغانې پیغلې شبانې بسیج د افغان ښځو او نجونو د زده کړې په برخه کې، د فعالیتونو له امله، د نېشنل جیوګرافیک ټولنې، د ۲۰۲۳ زېږدیزکال د «کال غوره سپړونکې» جایزه وګټله.
د نشنل جیوګرافیک انجمن جایزه، هر کال د نېشنل جیوګرافیک سپړونکو ټولنې غړي ته ورکول کیږي، چې د نړۍ مهمو مسئلو او د زمکې د وچې پر وړاندې ننګونې په ګوته کړي، ورکول کېږي.
شبانه راسخ په کابل کې لویه شوې او د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې د طالبانو له نظره پټو ښونځیو کې زدهکړې، کړي دي.
شبانه راسخ له افغانستانه تر کډوالۍ وروسته په امریکې کې زده کړې وکړې او د «سوله» ښوونځي له بنسټ ایښودونکو څخه ده، چې د افغان نجونو لپاره د لوړ کیفیت زده کړو په برخه کې فعاله ده.
دا ښوونځی، فارغو افغان نجونو ته نړیوالو پوهنتونونو کې د شامېلیدو چانس ګټلو چمتوالي په موخه، درس ورکوي.