د افغانستان او چین تر منځ مستقیم پروازونه پیل شول
د افغانستان او چین تر منځ مستقیم پروازونه پیل شول
د افغانستان او چین تر منځ مستقیم پروازونه پیل شول
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت عملیاتي معین غلام جیلاني وفا د چین ارومچي ښار ته د اریانا هوایي شرکت د لومړۍ لوتنې په مراسمو کې وویل چې له چین سره په مستقیم ډول د هوا له لارې تګ راتګ د افغانستان پر اقتصادي ودې مستقیم اغېز لري او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او سیاسي اړیکو پیاوړتیا لامل کېږي.
د نوموړي په خبره، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هېواد په هوایي ډګرونو کې د نورو فني ستونزو د حل لپاره کار پیل کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس مومند په دې مراسمو کې له چین څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د منرالونو د پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.
مومند زیاته کړه چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د چینایانو لپاره د سوداګرۍ بازار جوړوي.