هرات کې د «لاجورد لارې» دویم څلور ورځنی نندارتون پرانېستل شو
د افغانستان په هرات کې د «لاجورد لارې» په نوم د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو دویم څلور ورځنی نندارتون نن چهارشنبه د غبرګولي درېیمه پرانېستل شو چې څلور ورځې به دوام ولري.
د افغانستان په هرات کې د «لاجورد لارې» په نوم د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو دویم څلور ورځنی نندارتون نن چهارشنبه د غبرګولي درېیمه پرانېستل شو چې څلور ورځې به دوام ولري.
د لاجورد لارې دغه دویم نندارتون هرات کې کورنیو تولیداتو سره د خلکو اشنا کولو او د کورنیو تولیدونکو او صنعتکارانو د کاروبار ودې په موخه جوړ شوی دی.
یاد نندارتون کې په ۳۰۰ غرفو کې زعفران، په لاس جوړ شوي توکي، زینتي لوښي او نور بېلابېل توکي نندارې ته کېښودل شوي دي.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم د سرپرست حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دغه ولایت کې پانګونې ته زمینه برابره کړي او له صنعتکارانو ملاتړ وکړي.
هغه وویل: «له کندهار، هرات، غور، بادغیس، نیمروز او فراه څخه صنعتکاران او تولیدونکو ګډون کړی چې ۲۰۰ غرفې د نارینهوو او ۱۰۰ هم د ښځو لپاره په پام کې نیول شوي دي.»
که څه هم هرات یو له هغو ولایتونو دی چې ستر صنعتي پارک لري، خو بیا هم د دغه ولایت سوداګر او صنعتکاران هېواد ته د ورته تولید شویو توکو له وارداتو څخه نیوکه کوي.
هرات کې د کورنیو توکو تولیدونکی صفتیار له حکومت غوښتنه کوي چې د هغو توکو د وارداتو مخه دې ونیسي چې په هېواد کې دننه تولیدېږي.