امریکا باید افغانستان ته د ډالرو د استولو په اړه توضیح ورکړي
د افغانستان د بیا رغاونې د څار ځانګړي ادارې سیګار افغانستان ته د اته میلیارډه ډالرو د استولو په هکله د جوبایډن د حکومت د توضیح د ورکولو پرضرورت ټینګار وکړ.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت د سیګار په شان ځینو څارونکو ادارو او موسسو ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه د واشنګټن له وتلو وروسته افغانستان ته د اته میلیارډه ډالرو د استولو په هکله اطلاعات ترلاسه کړي.
د امریکا د ولسي جرګې د څارنې کمیټۍ وویل له افغانستانه د امریکا د عسکرو د وتلو له وخت راهسې افغانستان ته د اته میلیارډه ډالرو له استول کیدا وورسته د جوبایډن حکومت په دې هکله چې څومره ډالر ممکنه ده چې د طالبانو د نوي حکومت لاس ته رسیدلي وي د داخلي تحقیقاتو د ترسره کیدا مخه نیسي.
د امریکا خارجه وزارت او د نړیوالې پراختیا اژانس یوایس ایډ(US AID)په صراحت سره خپل کارکونکي د افغانستان د بیا رغاونې د څار ځانګړي ادارې سیګار له پلټونکو جان سپکو سره له مرکې کولو منع کړي دي.