ننګرهار کې په غرنیزو ځنګلونو کې اورلګیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133392-ننګرهار_کې_په_غرنیزو_ځنګلونو_کې_اورلګیدلی
د افغانستان ننګرهار ولایت د حصارک غلجایي ولسوالۍ په غرنیزو ځنګلونو کې اور لګیدلی چې لا هم دوام لري.
(last modified 2023-05-25T06:01:04+00:00 )
May 25, 2023 07:35 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې په غرنیزو ځنګلونو کې اورلګیدلی

د افغانستان ننګرهار ولایت د حصارک غلجایي ولسوالۍ په غرنیزو ځنګلونو کې اور لګیدلی چې لا هم دوام لري.

د افغانستان ننګرهار ولایت د حصارک غلجایي ولسوالۍ په غرنیزو ځنګلونو کې اور لګیدلی چې لا هم دوام لري.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي، دغه اورلګیدنه تېره ورځ ناوخته رامنځته د یادې ولسوالۍ د لاجیګړ سیمې په محبوبه غرونو کې رامنځته شوې، خو د رامنځته کېدو لامل یې ندی روښانه او د مړ کولو هڅې یې جریان لري.

هغه زیاتوي، دا چې سیمه لرې پرته ، غریزه او پر ځنګلونو پوښل شوې ده چې د اور مړ کول د سیمې د خلکو له توان څخه وتلې موضوع ده.

 د سیمې خلکو له حکومت او نړیوالۍ ټولنې څخه د اور مړ کولو په موخه د مرستې غوښتنه کړې خو تر دا مهاله هیڅ لوري د اور وژلو اقدام ندی کړی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور  ریاست د اطلاعاتو امر وویل په محبوبې غره کې د اورلګیدنې له امله د اوښتې زیان کچه تر اوسه نده معلومه شوې خو پر وینا یې چې کله اور مړ شي نو د زیان کچه به یې هم معلومه شي.

تر دې وړاندې هم د ختیزو ولایتونو په ځنګلونو کې د اورلګیدنې پیښې رامنځته شوي چې له امله یې د غه طبیعي شتمنۍ ته درانه زیانونه اوښتي دي