ننګرهارکې بې ځایه شوې کورنۍ بیرته خپلو اصلي مینو ته ستنې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133404-ننګرهارکې_بې_ځایه_شوې_کورنۍ_بیرته_خپلو_اصلي_مینو_ته_ستنې_شوي
د افغانستان ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي، زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو اصلي مینو ته ستنې شوي او ورسره د ستنیدو پر مهال د خوراکي توکو مرستې هم شوي دي.
(last modified 2023-05-25T06:10:04+00:00 )
May 25, 2023 10:37 Asia/Kabul

د افغانستان ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي، زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو اصلي مینو ته ستنې شوي او ورسره د ستنیدو پر مهال د خوراکي توکو مرستې هم شوي دي.

ننګرهارکې بې ځایه شوې کورنۍ بیرته خپلو اصلي مینو ته ستنې شوي

د افغانستان ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي، زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو اصلي مینو ته ستنې شوي او ورسره د ستنیدو پر مهال د خوراکي توکو مرستې هم شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتواو کلتور رباست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي وایي، د تیرو جګړو او نورو محیطي ستونزو له امله د ننګرهار ولایت له دوه ویشت ولسوالیو څخه نږدې شپیته زره کورنۍ د جلال اباد ښار او خواوشاه سیمو ته را کډه شوې چې اوس د دې ولایت د کډوالو چارو ریاست په هلو ځلو نږدې دولس زره کورنۍ بیرته خپلو اصلي مینو ته  ستنې شوي او دا لړې همداسې دوام لري.

د اطلاعاتو او کلتور د اطلاعانو امر مولوی صدیق الله قریشي وویل د کډوالو چارو ریاست د مرستندویه ادارو پر مټ خپلو اصلي مینو ته له ستنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکیو د ویش لړۍ پيل کړی او تر دا مهاله یې زرګونه کورنیو سره مرستې ترسره کړي دي .

خپلو اصلي مینو ته ستنې شوې ډیری کورنۍ وایي که څه هم چې خپلو کورنو ته د راستیندو له امله خوشحاله دي خو د جګړو له امله یې یا مینې نړیدلي او یا هم اقتصادي او ګڼې نورې ستونزې ورترغاړه دي ، دغو ستنو شویو کورنیو له حکومت او مرستندویه ادارو نه غوښتنه کړې چې دوې له پامه ونه غورځوي.

په تیرو څلور لسیزو جګړو کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ته پر داخلي بې ځآیه شویو کورنیو سربیره له خواوشاه لسو ولایتونو څخه هم  د نا امینو له امله زرګونه کډوالې کورنۍ راغلي خو اوس چې امنیتي اندیښنې له منځه تللي دغه کورنۍ لاهم خپلو سیموته نه دي ستنې شوي او دلته د کډوالو په نوم جوړو شویو بیلابیلو میشت غالو کې استوګن دي.