غزني کې د سلطان د اوبو بند بیارغونې ته اړتیا لري
د افغانستان د غزني ولایت اوسېدونکي وایي د سلطان د اوبو بند بیا رغونې ته اړتیا لري خو چارواکي موضوع یې مرکز سره شریکه کړې ده.
د افغانستان د غزني ولایت اوسېدونکي وایي د سلطان د اوبو بند بیا رغونې ته اړتیا لري خو چارواکي موضوع یې مرکز سره شریکه کړې ده.
په غزني ولایت کې د سلطان بند هغه مشهور او نامتو بند دی چې د وخت پادشاه سلطان محمود غزنوي له لوري جوړ شوی .
یاد بند دغزني ولایت په شمال لویدیځ لور کې پروت دی چې د غزني مرکز سربېره د د دوو نورو لکه (خواجه عمري او اندړو) ولسواليو لسګونه زره جریبه ځمکې خړبولای شي .
په افغانستان کې د سلطان بند اوږده تاریخي مخینه لري چې (۱۲) دولس مېلیونه مترمعکب اوبو ذخیره کولو وړیتا لري .
لومړی د سطلان محمد غزنوي له لوري لومړی جوړشوی چي وروسته د آمېر حبیب الله خان د واکمني په مهال بیا نوره پراختیا ورکول شوه.