د اسټرالیا جنایتکاره پوځيان تراوسه نه دي محاکمه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133436-د_اسټرالیا_جنایتکاره_پوځيان_تراوسه_نه_دي_محاکمه_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسټرالیا هغه پوځیان چې په افغانستان کښې یې جنایتونه کړي و تراوسه نه دي محاکمه شوي.
(last modified 2023-05-25T22:22:04+00:00 )
May 26, 2023 00:01 Asia/Kabul
  • د اسټرالیا  جنایتکاره پوځيان تراوسه نه دي محاکمه شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسټرالیا هغه پوځیان چې په افغانستان کښې یې جنایتونه کړي و تراوسه نه دي محاکمه شوي.

د مستندو تحیقاتو پراساس د اسټرالیا پینځویشتو پوځیانو له دوه زره پینځم میلادي کال څخه تر دوه زره شپاړسم میلادي کال پورې د افغانستان کابو نهه دیرش کروندګر او بندیان د امریکا په مشرۍ د ناټو تړون په جنګ کښې وژلي وو.

اسټرالیا یو وخت ویل د دغو پوځیانو په جنایت غور کوي خو اوس وايي د اسټرالیا د پوځیانو میډالونه چې د افغانستان په جنګ کښې یې ګډون کړی و بیرته اخیستل کیږي خو دغه چاره د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ قانع کونکي نه ده.

د افغانستان خلک د خپل هیواد او په نړیوالو عادلانه محکمو کښې د اسټرالیا د دغو جنایتکاره عسکرو د محاکمه کیدا او د ګرمې د ترلاسه کولو غوښتونکي دي.

د اسټرالیا پوځیان په افغانستان باندې حملې کښې د امریکا د عسکرو متحدان وو.

د امریکا پوځیان له شل کاله نیواک او د بې شمیره جنایتونو له ترسره کولو او د اقتصادي بیخ بنایانو له تباه کولو وروسته په نهایت کښې په ډیر شرم  او ماتي خوړلو سره د دوه زره یویشتم میلادي کال د اګست په اخر کښې له افغانستان څخه ووتل.