May 27, 2023 14:44 Asia/Kabul
  • د ایران او د طالبانو چارواکو خبرې وکړې

زمونږ خبریال وايي په کابل کښې د ایران د سفارت سرپرست او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر کتنه وکړه او د دواړو هیوادونو د اړیکو او د هیرمند سیند د اوبو د حق په هکله مشوره وکړه.

په افغانستان کښې د ایران د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي نن په کابل کښې د طالبانو د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره  کتنه او خبرې وکړې او دوې له هیرمند سیند څخه د ایران د اوبو د حق د تامینولو او د دوه اړخیزه اړیکو په هکله د نظر تبادله وکړه.

کاظمي قمي په دغه کتنه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو په هکله د یوشمیر مطالبو په وړاندې کولو سره د دوحې د غونډې په هکله غور وکړ او د دغه غونډې په هکله یې یو راپور وړاندې کړ.

په دوام کښې د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي په دوحې غونډې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ د قدرونې په ترڅ کښې د خبرو اترو او د تفاهم له لارې د دوه اړخیزه مشکلاتو او د مسائیلو په حل ټینګار وکړ.

 

ټیګونه