پکتیکا کې زلزله ځپلو کورنیو ته ۳۷۴ کورونه جوړ شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133694-پکتیکا_کې_زلزله_ځپلو_کورنیو_ته_۳۷۴_کورونه_جوړ_شول
د افغانستان په پکتیکا ولایت کې مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې زلزله ځپلو ته ۳۷۴ د استوګنې کورونه جوړ شول.
(last modified 2023-05-30T06:57:19+00:00 )
May 30, 2023 11:23 Asia/Kabul
  • پکتیکا کې زلزله ځپلو کورنیو ته ۳۷۴ کورونه جوړ شول

د افغانستان په پکتیکا ولایت کې مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې زلزله ځپلو ته ۳۷۴ د استوګنې کورونه جوړ شول.

پکتیکا کې زلزله ځپلو کورنیو ته ۳۷۴ کورونه جوړ شول

د افغانستان په پکتیکا ولایت کې مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې زلزله ځپلو ته ۳۷۴ د استوګنې کورونه جوړ شول.

د یاد ولایت د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ګيان ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۳۷۴ کورونه جوړ شوي دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د «کورډیډ» موسسې له لوري زلزله ځپلو ته د ۵۵ میلیونه ۲۴۵ زرو افغانیو په لګښت د   ۳۷۴ کورونو رغولو او د ۶ کورونو د بیا رغولو چارې بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې یاد کورونه د ۸ میاشتو په موده کې جوړ شوي او پر هر  کور ۱۴۷ زره او ۷۱۳ افغانۍ په لګښت راغلی دی.